ایران او امریکا د اټومي خبرو بل پړاو راتلونکې اونۍ پیلوي

د ایران دولتي ټلویزیون وايي، د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وشوه، چې د اټومي خبرو بل پړاو به راتلونکې اونۍ پیل کړي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دویم پړاو خبرې نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وشوې.

د ایران د دولتي تلویزیون د راپور له مخې، ایران او امریکا نن د اټومي خبرو دویم پړاو د عمان په مځګړیتوب په روم کې پای ته ورساوه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دویم پړاو خبرو پای ته رسیدو وروسته وویل، چې دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې راتلونکې اونۍ به بل پړاو خبرې پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د متخصصینو له غونډې وروسته به هغه او د امریکا استازی د راتلونکې شنبې په ورځ په عمان کې بیا سره وګوري چې د متخصصینو د کار پایلې وارزوي.

ښاغلي عراقچي د خبرو فضا "رغنده" وبلله او ویې ویل چې دوی د خبرو "د یو لړ اصولو او اهدافو" په اړه ښه پوهاوي ته رسیدلي دي.

نوموړي وویل، چې له امریکايي پلاوي سره یې مذاکراتو څلور ساعته دوام درلود.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي خبرو لومړی پړاو یوه اونۍ مخکې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و او دواړو لوریو هغه مذاکرات «مثبت» بللي و.