د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت پلاوي له طالبانو سره د ترانزيټي همکارۍ پر پراخوالي خبرې وکړې

طالبان وايي، د قراقستان د اورګاډي ملي شرکت د ریس په مشرۍ پلاوي په هرات کې د دوی له والي سره د اقتصادي او ترانزيټي همکارۍ پر پراخوالي خبرې وکړې. قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو لپاره پر بدیله لار کار کوي چې له ترکمنستان هرات ته ننوځي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د قراقستان د ملي اورګاډي شرکت مشر مير بیکوف ارکین نورما خانبتویچ د دوی د والي اسلام جار سره کتلي.

طالب والي په اقتصادي او ترازينټي برخه کې د دغه هېواد همکاري ستايلې او د دوه اړخیزو سوداګريزو اړیکو پر پراخوالي يې ټينګار کړی دی.

د قزاقستان شازدافیر تېر کال د کب په مياشت کې د هرات کې له ځايي طالب چارواکو او په دغه ولایت کې له سوداګرو سره د خپلمنځي سوداګرۍ پر زیاتولو هم خبرې کړې وې.

قزاقستان تېر دوبی وویل، چې له افغانستان سره د خپلې سوداګرۍ درې میلیارد ډالرو ته د رسولو لپاره پر بدیله لار کار کوي، چې له ترکمنستان هرات ته رسېږي.

قزاقستان دغه هدف ته د رسېدو د یوې هڅې په توګه د تېر کال په مۍ میاشت کې په هرات کې د سوداګرۍ خونه هم فغاله کړه.

هرات د ټاپي پروژې له پلوه هم مهم دی چې د ترکمنستان، افغانستان پاکستان او هند د ګاز نللیکه د دغه ولایت له لارې افغانستان ته ننوځي او تر نورو ولایتونو تېرېدو سره پاکستان ته اوړي.