پاکستان کې د مذهبي تاوتریخوالي په یوه پېښه کې د احمدیه لږکیو یو تن وژل شوی
د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د مذهبي تاوتریخوالو په لړ کې د جمعې په ورځ په کراچۍ ښار کې یوې مذهبي قهرجنې ډلې د احمدیه لږکیو پر عبادت ځای ډلهییز برید کړی او یو تن یې وژلی دی.
د احمديه مذهبي لږکیو ټولنې وياند امير محمود رسنیو ته ویلي، چې د ۱۰۰ او ٢٠٠ کسانو تر منځ يوې ډلې د دوی پر عبادت ځاى ډله ییز بريد وکړ، او د احمدیه مذهب یو ۴۷ کلن پېرو چې د موټرو ورکشاپ یې درلود، په ډبرو ویشتلو او چړو وهلو وواژه.
د کراچۍ ښار د صدر سیمې د پولیسو مشر محمد صفدر د احمدیه مذهبي لږکیو د دغه غړي وژل تایید کړي دي.
صفدر رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د قهرجنو له خورولو وروسته یې په عبادت ځای کې بند پاتې ۱۵ تنه ژغورلي دي، خو د احمدیه ټولنې ویاند امیر محمد په وینا په ودانۍ کې د محاصره شویو کسانو شمېر ۳۰ تنه یاد کړی.
د یادولو وړ ده، چې په پاکستان کې احمدیه ډله یو مذهبي اقلیت دی، چې د ځینو دودیزو مسلمانانو لخوا مرتد ګڼل کېږي.
له بلې خوا د پاکستان د قانون له مخې، د احمدیه ټولنې غړي د خپل ځان د مسلمان په توګه پېژندلو او هم د اسلامي سمبولونو له کارولو څخه منعه دي.
په پاکستان کې دغه مذهبي اقلیتي ډله په ټاکنو کې د ګډون په بندیز سربېره د دوامداره مذهبي تاوتریخوالي، تبعیض او محرومیتونو سره مخ دي.