افغانه فوټبالره له جرمني څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ ده
افغانه فوټبالره نظیره خیرزاد ویلي، چې له جرمني د اېستلو له ګواښ سره مخ ده. نوموړې وایي: «کله چې مې د اېستلو خبر واورېد ډېره ناهیلې شوم. وېره، اندېښنه او بې باوري مې ټول وجود کې خوره شوه. ډېره خپه او حیرانه شوم. مور مې د شپې له ویرې خوب نه کوي چې پولیس به یې ونیسي.»
پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خیرزاد کورنۍ له افغانستانه بېلابېلو هېوادونو ته وتښتېدل.
۲۱ کلنه نظیره لومړی ایټالیا ته ولاړه، خو خور یې ناظمه چې تر دې دوه کاله مشره ده د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای له پاکستانه جرمني ته ولاړل او تر هغه وروسته بیا نظیره د ۲۰۲۴ کال په پیل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوه.
هغې له جرمني رسنۍ دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: "ډېر سخت وخت و. ډېر کلونه مو یو بل ونه لیدل، خو اوس خوشحاله یو چې یوځای یو."
نظیرې درې کاله یوازې په ایټالیا کې تېر کړل او اوس چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوې، د اېستلو له ګواښ سره مخ ده.
هغه وايي: "زما مور ناروغه ده او زما شتون ورته ډېر مهم دی. موږ یو له بله سره ډېر نژدې یوو."
هغه وېره لري چې بیا یې ایټالیا ته ونه لېږي، هغه هېواد چې ورته لومړی پناه ورکړې وه.
د قانون له مخې که یو څوک په یوه اروپایي هېواد کې د کډوال په توګه وپېژندل شي، هغه نه شي کولی په بل اروپایي هېواد کې بیا د پناه غوښتنه وکړي.
نظیرې له محکمې غوښتي: "زه غواړم دلته پاتې شم، له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړم، کار وکړم، فوټبال وکړم او د جرمني ټولنې فعاله او ګټوره غړې واوسم. زه یو خوندي، باعزته ژوند غواړم، یو داسې ژوند چې زه یې په خپلې هيله او هڅه جوړ کړم."