پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو تر سیورې لاندې کابل سره اړیکې رغوي
پاکستان او افغانستان هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له امنیتي اندېښنو او د افغان کډوالو د شړلو له امله خرابې شوې اړیکې بېرته ورغوي، خو دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د پاکستان له خوا په جبري توګه اېستل کېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو له سر پرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي اندېښنې، سوداګري او د خلکو ترمنځ اړیکې وڅېړي.
نوموړي د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او یو شمېر نورو چارواکو سره هم جلا-جلا غونډې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا سفر "د دوامدارو اړیکو د ژمنتیا" ښکارندوی وباله او اسحاق ډار ټینګار وکړ، چې د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ اړیکې د افغانستان پر همکارۍ ولاړې دي.
هندي رسنۍ ټایمز او انډیا د نیوکې په شکل لیکلي، چې د طالب چارواکو او ډار ترمنځ دا لیدنې داسې مهال ترسره کېږي، چې له اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۰ زره افغانان چې زیاتره یې بې وزله دي، له پاکستان څخه اېستل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له ډار سره په لیدنه کې دا جبري اېستل د منلو وړ ونه بلل او ویې ویل، چې دا عمل د متقابل باور فضا زیانمنوي.
نوموړي پر دې ټینګار وکړ، چې باید ستونزې د باور پر بنسټ د خبرو له لارې حل شي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې نږدې ۹۰۷ زره افغانان شړلي او اوس هم ۴۴ زره نور لوېدیځو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه مېشت افغانې کورنۍ چې ډېری یې له جګړو تښتېدلي، له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي.
د پېښور یو افغان اوسېدونکی اکبر خان، چې نیمه پېړۍ وړاندې پاکستان ته تللی، دغې رسنۍته ویلي: «زه له پنځوسو کلونو راهیسې دلته یم، دا زما کور دی، خو اوس بېکوره شو.»
بلخوا، راپورونه ښيي چې ګڼ شمېر افغانان د ناقانونه لارو له لارې بېرته پاکستان ته ورداخلېږي، ځکه چې نا امنۍ او بیکارۍ د هغوی ژوند ته جدي خطر متوجه کړی دی.