اسحاق ډار په کابل کې له امیرخان متقي سره د اړیکو پر پراختیا او د مسلو پر حل ناسته کړې
د پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د اړیکو پر پراختیا او د مسایلو د سوله ییز حل په تړاو خبرې کړې دي.
د خبریالانو د معلوماتو له مخې دواړه لوریو هوکړه کړې، چې ګډې سولې او پرمختګ لپاره ژمن دي.
همدا راز په کابل کې د بهرینو چارو وزارت دننه په دغه ناسته کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مثبته فضا کې د دوه اړخیزو مسایلو په حل هم ټینګار کړی دی.
لا تر اوسه پورې طالبانو په رسمي توګه د دغه سفر په تړاو څه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اسحق ډار او ورسره مل پلاوی به د یو ورځني سفر په لړ کې د طالبانو له رییس الوزرا او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.