پاکستاني رسنۍ: پولیس بې وزله کډوال شړي، خو له شتمنو افغانانو سترګې پټوي
د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه راپور ورکوي، چې د دې هېواد پولیسو په ځانګړې توګه د سند ایالت د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې د کم عاید لرونکو او بې وزله افغان کډوالو نیولو ته دوام ورکړی او هغوی یې په زور سره افغانستان ته شړلي دي.
رسنیو لیکلي، چې پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې د "بډایه او با نفوذه" افغان کډوالو په نیولو او شړلو کې غفلت کړی دی.
اېکسپرېس ټریبیون د شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۹مه) د یو شمېر افغان کډوالو په حواله راپور ورکړی، چې د اپرېل له پیل راهیسې هره ورځ د پولیسو ځواکونه په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۳۰۰ افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته شړلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو درېیو اونیو کې تر ۸۰ زره ډېر افغانان له دغه هېواده اېستل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د رسمي شمېرو له مخې په سند ایالت کې شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې په کراچۍ ښار کې ژوند کوي.
دوو افغان کډوالو عبدالرحمان او محمد خان رسنیو ته ویلي، چې د سند پولیسو د دوی خپلوان له کراچۍ څخه نیولي او د کمري کمپ ته یې بیولي دي.
دغو دوو افغان کډوالو ادعا کړې، چې د دوی خپلوان بې وزله خلک وو چې په ورځیني مزدورۍ یې تکیه کوله.
دغه افغان کډوالو وویل، «پولیس د شتمنو افغانانو یا د سوداګرۍ د خاوندانو له نیولو څخه ډډه کوي او پر ځای یې بې وزله خلک نیسي او جبري یې بېرته ستنوي،»
د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې يو افغان کډوال محمد طاهر وايي، چې ۳۵ کاله وړاندې له کندوز ولايت څخه دغه بندري ښار ته کډوال شوی دی.
هغه چې درې زامن او درې لوڼې لري وايي، ټول ماشومان يې په پاکستان کې زېږېدلي دي.
نوموي همدا راز زیاته کړه: "زما د ماشومانو په څېر، ډېری افغان ماشومان چې په کراچۍ کې اوسېږي دلته زېږېدلي او هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي." "دوی څنګه اړ کېدای شي چې په داسې یو هېواد کې ژوند وکړي چې هېڅکله یې نه وي لیدلی؟"
منېژه کاکړ چې د کډوالو د حقونو په برخه کې فعاله او د بشري حقونو مدافع وکیله ده، وايي چې تر دې دمه د کراچۍ د پولیسو له خوا نیول شوي اکثره افغانان د سبزیو په بازار کې کارګران وو.
هغې زیاته کړه: "د حکومت د رسمي حکم پر بنسټ، یوازې هغه افغانان چې د تابعیت ACC کارتونه لري باید د اخراج لپاره په نښه شي."
د کډوالو د حقونو دغې فعالې وویل، چې لږترلږه په کراچۍ ښار کې ډېری افغان کډوال چې د استوګنې معتبر اسناد لري هم نیول شوي او "په زوره" له پاکستان څخه شړل شوي دي. نوموړې وویل، چې د دغو کډوالو زیات شمېر یې ټیټ عاید لرونکي او بې وزله دي.