د اسحاق ډار په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی کابل ته ورسېد

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی او هلته به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون له بېلابېلو چارواکو سره ناستې وکړي.

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې دغه پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په بلنه کابل ته په یوه ورځني سفر تللی دی.

له اسحاق ډار سره په دغه پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او یو شمېر نور لوړ پوړي پاکستاني چاراکي هم ګډون لري.

د کابل په هوایي ډګر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال نعیم وردګ د یادې پلاوي هرکلی کړی.
ټاکل شوې د اسحاق ډار په مشرۍ به پاکستاني پلاوی په دغه سفر کې د‌ طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالسلام حنفي‌ او د امیرخان متقي سره ناستې وکړي.

دا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په کچه لومړنی سفر دی چې په کې په د دواړو لوریو پر اړیکو، اقصتادي او سیاسي مسایلو هم خبرې وشي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې پاکستان له خپل هېواده په زوره د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ هم چټکه کړې ده.

تر دې یوه اوونۍ دمخه د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم کابل ته سفر کړی او هلته یې له طالبانو سره د «ټي ټي پي» اړوند د دغه هېواد اندېښنې هم شریکې کړې وې. پاکستان نیوکې لري چې پر کابل واکمنو د پاکستاني طالبانو په ګډون د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

لا څرګنده نه ده چې اسحاق ډار به د دغه سفر پر مهال له طالبانو سره د پاکستان دغه امنیتي اندېښنې هم شریکې کړي که نه.