د اسراییل په تازه بریدونو کې ۶۴ فلسطینیان وژل شوي دي
د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د جمعې له سهار راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. ویل کیږي، د وژل شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې غزې کې سملاسي د خوړو مرستې ته اړتیا ده، ځکه سلګونه زره خلک د لوږې له سخت خطر سره مخ دي.
د الجزیرې خبریال له غزې څخه خبر ورکړی، چې د اسراییل د پرلپسې بمبارۍ له امله خلک رواني اغېزمن شوي او د محاصرې له امله د خپلو ماشومانو لپاره خوړو ته لاسرسی نه لري.
الجزیره عربي همدا راز راپور ورکړی، چې د اسراییل هوایي بریدونو په لړ کې د خان یونس ښار جنوبي اړخ السلام سیمه هم تر بریدونو لاندې راوستې ده.
تر اوسه د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.
د غزې د ملکي دفاع ادارې په وینا، په یوه بل برید کې چې د ابوشمله نومې یو ځایي کورنۍ پر کور شوې، دوه تنه وژل شوي او څو نور، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
په همدې وخت کې ځايي سرچینو ویلي، چې د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې په ځانګړي ډول د غزې ښار او د بیتلاهیا په ګډون سیمې د توپونو لاندې نیولي دي.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۱،۰۶۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶،۵۰۵ تنه ټپیان دي.
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر بیا دا شمېر تر ۶۱،۷۰۰ زیات ښودلی او ویلي یې دي چې زرګونه نور کسان د نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي، چې ښايي وژل شوي وي.
همدا راز په یوه بل خبر کې د د نړۍوال میراث د ورځې (اپرېل ۱۸مې) په مناسبت د بشري حقونو یوه سازمان «الحق» اعلان کړی چې اسراییل په جګړه کې یو شمېر تاریخي ځایونه چې ځینې یې د یونسکو نړۍوال میراث نوملړ کې شامل دي په نښه شوي دي.
د الحق راپور وایي، د بیت لحم ولایت په شمال کې «المخرور» سیمه چې په ۲۰۱۴ کې د نړۍوال میراث نوملړ ته ور اضافه شوې وه، اوس د اسراییل مېشتو له خوا د ځمکې غصب له خطر سره مخ ده.
دا سیمه د خپلو کرنیزو ځمکو، د اوبو لګلولو ځانګړي سېسټم او تاریخي اثارو له امله مشهوره ده او فلسطینیانو په کې له پخوا راهیسې سبزي، مېوې، زیتون او انګور کرلي.
الحق ټینګار کړی، چې د اسراییل له لوري د ناقانونه مېشت ځایونو جوړول د دې سیمې بیولوژیکي تنوع له منځه وړي او د فلسطینیانو د ژوند ظرفیت یې سخت محدود کړی.