بنګله دېش: پاکستان دې د تېرې جګړې له امله بښنه وغواړي
د بنګله دېش حکومت پر پاکستان غږ کړی، چې د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال د خپل پوځ لهخوا په بنلګهدېش کې د ترسره شویو ظلمونو له کبله بښنه وغواړي. پاکستان لا په رسمي ډول د بنګلهدېش د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د انډیپېنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا غوښتنه د ډاکې په هغه غونډه کې وشوه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، جسیم الدین معین او امنه بلوچ په کې برخه لرله.
د پاکستان او بنګله دېش لوړ پوړو چارواکو تېره ورځ د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې د یادې لیدنې پر مهال بنګله ديشي چارواکو له خپلو پاکستاني سيالانو وغوښتل، چې پاکستان دې د ۱۹۷۱کال د جګړې پر مهال د ترسره شويو جرمونو له امله بښنه وغواړي.
هغه جګړه د بنګله دېش د ازادۍ لپاره شوې وه.
د بنګله دېش د رسمي شمېرو له مخې، له پاکستان څخه د ازادۍ لپاره د دغه هېواد په نهه مياشتنۍ جګړه کې شاوخوا درې ميليونه کسان وژل شوي وو.
همدا راز بنګله دېش له پاکستان څخه د ۴.۵۲ میلیارده ډالرو مالي تاوان غوښتنه کړې، او ویلي یې دي، چې دا پیسې په بهرنیو ذخیرو کې د بنګله دیش د برخې، د حکومتي کارمندانو تقاعد او بهرنۍ مرستې دي چې د بنګله دیش له خپلواکۍ وروسته دا موضوع نا حل پاتې شوې ده.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر جسیم الدین معین له خپلې پاکستانۍ سیالې امنه بلوچ سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ له پاکستان سره په ناحل شويو تاریخي مسلو خبرې وکړې، چې په کې رسمي او عامه بښنه او مالي ادعاوې شاملې دي.»
هغه زیاته کړه: «پاکستان موږ ته ډاډ راکړ چې دا مسلې به حل شي. د دې مسلو حل کول زموږ د دوه اړخیزو اړیکو د قوي بنسټ ایښودلو لپاره اړینې دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره امنه بلوچ د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر ډاکه ته ورسېده، خو د هغې د سفر په اړه پاکستان لاتر اوسه پورې څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه لیدنې پر مهال د بنګله دېش حکومت په دغه هېواد كې د بند پاتې ۳۲۴۰۰۰ پاكستانيانو د ستنېدو مسله هم راپورته کړې ده.
دغه پاکستاني وګړي د "بهاري" په نوم پیژندل کیږي، چې د پاکستان او بنګله دیش تر جګړې وروسته له پنځو لسیزو راهیسې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند کوي