اسراییلي ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په غزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۰ کسان وژلي دي
د غزې روغتیایي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله تر ۹۰ ډېر کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځیانو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په موخه د حماس پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
د روغتیایي کارکوونکو په وینا، اسراییل د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې په هغه ځایونو بریدونه کړي، چې عامو خلکو پکې پنا اخیستې وه.
د دوی په وینا، په وژل شویو کې ښځې او ماشومات هم شامل دي.
په دغه سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس په مشرۍ وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.
ډېری یرغمل شوي کسان د اوربند یا نورو تړونونو له مخې خوشي شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل بریدونو بیا له هغه وخت راهیسې تر ۵۱ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د دوی په وینا، جګړې د غزې پراخې برخې او د خوراکي توکو د تولید زیاتره ظرفیتونه ویجاړ کړي دي.
دغو جګړو شاوخوا ۹۰ سلنه خلک بې ځایه کړي، په سلګونه زره خلک په خیمو او هغه ودانیو کې ژوند کوي، چې د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ویجاړې شوي دي.