پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان کې د افغان کډوالو په ملاتړ د برتانیا د پارلمان مخته لاریون کوي
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بریتانیا پارلمان مخ ته د افغان کډوالو په ملاتړ راتلونکې چارشنبه لاریون کوي.
دغه غورځنګ ویلي، پاکستان کې افغانان له ناانساني، ظالمانه او سپک چلن سره مخ دي او دوی ته د عدالت غوښتنې لپاره دا لاریون کوي.
یاد غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« د پاکستان د حکومت له خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کډوالې کورنۍ د شپي په زور له خپلو کورنو ایستل کیږي، شتمنۍ یې لوټل کیږی او په سختو شرایطو کې شړل کیږي.»
پي ټی ایم ویلي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په وړاندې د پاکستان چلند د افغانانو د عزت، وقار او بسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اپریل په ۲۳مه نېټه د چهار شنبې په ورځ په ویسټ میینستر لندن کې د افغان کډوالو په ملاتړ د برېتانیا پارلمان مخې ته لاریون کوي.
یاد غورځنګ د بشري حقونو له ملاتړو غوښتنه کړې، چې په لاریون کې کډون وکړي.
پر همدغه مهال پښتون ژغورنې غورځنګ سبا د فرانسې په پاریس ښار کې هم په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په ملاتړ د لاریون خبر ورکړی.
په فرانسه کې د پي ټي ایم غړو ویلي، چې دغه لاریون سبا مازدیګر په پاریس ښار کې د ایفیل ټاور سره کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ تېره اونۍ په جرمني کې هم د پاکستان له خوا په زور د افغان کډوالو بېرته ستنولو په وړاندې لاریون وکړ.
پي ټي ایم یاد لاریونونه په داسې حال کې ترسره کوي، چې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو دوهم پړاو په اپریل میاشت کې پیل کړی او تردې مهاله یې له ۸۰ زره څخه ډیر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.