د بدخشان زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

په بدخشان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. محمد اکرم اکبري وايي دا پېښه پرون د زیباک په ګلخاني کلي کې شوې ده.

باختر اژانس نن د محمد اکرم اکبري په حواله لیکلي، ماشومانو له کلي بهر موسمي سبزي شکوله چې ماین پرې وچاودېد.

د محمد اکرم اکبري په وینا دې ماشومانو له دې ماین سره لوبې کولې چې پرې وچاودېد.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د پیښې قربانیان د څلورو کورنیو غړي دي.

ناچاودي ماینونه او نور توکي له تېرو جنګونو پاتې دي چې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې له خلکو قرباني اخلي.

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دغو پېښو کې یې خلک او په ځانګړي توګه ماشومان وژل کېږي.