د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم له لارې نږدې دوه زره کډوال اېستلي‌ دي

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې تېره ورځ یې د تورخم له لارې ټول ټال «۱۸۹۳ افغانان» ایستلي دي. د خبرپاڼې له مخې په دغو ایستل شویو کډوالو کې ۴۷۱ تنه د افغان وګړو تابعیت کارت لرونکي کسان او ۱۴۲۲ بې اسناده کډوال شامل وو.

دغه افغانان د پاکستان د پنجاب ایالت په ګډون د یاد هېواد بېلابېلو ښارونو کې پولیسو تر نیول کیدو وروسته په زور ایستلي دي.

د پښتونخوا د ایالتي حکومت د معلوماتو له مخې د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د ایستل کیدو په روانه څپه کې تر اوسه پورې یوازې د تورخم له لارې «۴۲۶۸۹» افغانان ایستلي دي.

د پاکستان مرکزی حکومت بیا ویلي، چې په دغه دویم پړاو کې یې لا تر اوسه پورې له پاکستان نه ۸۰ زره افغان کډوال ایستلي‌ او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

هم مهاله تېره ورځ د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر اسلام اباد ته د سفر په لړ کې له یاده هېواده وغوښتل چې د افغان کډوالو د ملکیتونو، شتمنیو او پانګو د خوندیتوب په موخه دې اقدامات وکړي.

طالبانو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو که څه هم له پاکستان نه غوښتي، چې په جبري‌ توګه د افغانانو د ایستل کیدو بهیر دې ودروي،‌ خو پاکستان دا ځل دا غوښتنې له پامه غورځولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم نن کابل ته رسېدلی او ښايي طالبان ورسره د افغان کډوالو د جبري ایستل کیدو په تړاو هم خبرې وکړي.