ضمیر کابلوف: په کازان ښار کې به د روسیې او طالبانو غونډه جوړه شي
د روسیې لهخوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم له ایستلو وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان وکړ، چې ټاکل شوې د روان کال د مئ میاشتې په نیمايي کې د روسیې او طالبانو تر منځ یوه لویه غونډه په کازان ښار کې جوړه شي.
کابلوف پرون د جمعې په ورځ د روسیي رسنې ټاس سره په خبرو کې وویل: «دا غونډه به د کازان فورم په څنډه کې جوړه او ترسره شي.»
هغه زیاته کړه: «هغه څه چې په ډاډ سره ویل کیدی شي دا دی چې د کازان په ښار کې د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان لوی سوداګریز فورم جوړ شي. زموږ د پلاوي مشري به د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک کوي او افغانستان به په لوړه حکومتي او سوداګریزه کچه استازیتوب وکړي.»
د پنجشنبې په ورځ د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو غوښتنه یې کړې وه.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف ویلي، د طالبانو پر تحریک د بندیزونو د ځنډولو په اړه د محکمې پرېکړه سملاسي اغېزمنه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د تروریستي دریځ له منځه وړل له کابل سره د بشپړې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره لاره هواروي او د روسیې او افغانانو په ګټه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، مسکو غواړي له کابل سره د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر زیاتولو ځانګړی ټینګار وکړي.