طالبان وايي تېرکال تر سلواغې په کب میاشت کې د صادراتو کچه ۴۴.۱ میلیون ډالر کمه وه
د طالبانو د احصايي او معلوماتو ملي ادارې په خپل میاشتنې راپور کې ویلي، د تېر کال د ۱۱ میاشتې په پرتله په ۱۲مه میاشت کې له افغانستان صادرات د ۴۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت کم شوي. د ۱۴۰۳ کال په کب کې له افغانستان تر ټولو ډیر صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته شوي دي.
دغه اداره وايي، د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې له افغانستان نه د ۱۰۰.۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۱۰۰۳.۱ میلیون دالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ کال په سلواغه کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت او په کب میاشت پکې د ۴۴.۱ میلیون ډالرو کموالی راغلی دی.
د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې افغانستان ته ۱۰۷۶.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوي وو، خو په ورپسي میاشت کې بیا ۷۳.۱ ملیون ډالر کم واردات شوي دي.
یادې ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې تر ټولو ډیر صادرات هند، پاکسان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو ډیر وارات بیا له ایران، چین او پاکستان څخه کړي دي.