د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوي ته ژمن یو
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون سعار د نیویارک ټایمز د هغه راپور په غبرګون چې ټرمپ د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد د اسراییل له برید سره مخالف دی، وویل:«زه د امنیتي کابینې غړی او د ټولو پټو غونډو په جریان کې یم، خو زما نه یادېږي چې داسې یوه پرېکړه دې شوې وي.»
هغه زیاته کړه: «له دې سره سره اسراییل اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوي ته ژمن دی. که دغه هدف له ډیپلوماتیکو لارو ترلاسه شي، د منلو وړ ده.»
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کوي، چې
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي: «ایران تل خپلې نړۍوالې ژمنې په تمسخر نیولي دي او زه ګومان نه کوم چې هغوی به یوازې د سطحي هوکړو په لټه کې نه وي، تر څو له یوه واقعي حل څخه تېښته وکړي.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د اسراییل ۱۲ ټلویزوني کانال په یوه راپور کې ویلي، داسې انګېرنه کېږي چې امریکا په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام له لهمنځه وړلو څخه په شا شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړاو خبرې نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وشوې.
د ایران دولتي ټلویزیون وايي، د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وشوه چې د اټومي خبرو بل پړاو به راتلونکې اونۍ پیل کړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر او د اسراییل لومړي وزیر خبرداری ورکړی و، چې که دغه مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېږي، نو له پوځي ګزینې به کار واخلي.