خلیلزاد پاکستان ته په اشارې؛ طالبانو سره د کړکېچونو د حل لپاره ډېپلوماسي غوره لاره ده
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر په تړاو ویلي، چې له طالبانو سره د کړکېچونو د حل لپاره ډېپلوماسي ښه انتخاب دی.
د اسحاق ډار په مشرۍ پاکستاني پلاوي نن شنبه د (وري ۳۰مه) کابل ته لاړ او ټاکل شوې چې هلته د طالبانو د رییس الوزرا تر څنګ د یادې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم وګوري.
که څه هم د دغه سفر په تړاو لا ډېر جزیات نه دي رسنیز شوي، خو لوړ پوړی امریکایي ډېپلوماټ زلمی خلیلزاد یې د ننګوونو د حل لپاره غوره بولي.
ویل کېږي په دغه ناسته کې به د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې اترې وشي.
د پاکستاني پلاوي دغه سفر داسې مهال ده چې د طالبانو سره یې په دې وروستیو کې اړیکې د کړکېچ تر کچو رسیدلې وې او ان د دواړو لوریو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له یو بل سره جګړې هم وکړې.
پاکستان څو څو ځله نیوکه کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې د افغانستان خاور یې پر ضد کارېږي او د «ټي ټي پي» وسله والو ته یې پناه ځایونه هم ورکړي.
طالبانو که څه هم دا خبره رد کړې، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې هم د پاکستان د دغه ادعاوو تایید شوی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق چې په دغه تللي پاکستاني پلاوي کې شامل دی تېره اوونۍ هم کابل کې له طالبانو سره د امنیتي مسایلو په تړاو خبرې اترې کړې وې.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې هغه د طالبانو د ملي دفاع وزارت له مرستیال قیوم ذاکر سره د «ټي ټي پي» د مخنېوي په تړاو مثبتې او ګټورې خبرې کړې وې.
لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده، چې د پاکستان دغه لوړ پوړی پلاوی به د کابل واکمنو ته خپلې اندېښنې مخې ته کېږدي که نه.