د خېبرپښتونخوا حکومت کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر ګټور ګام یاد کړی

د خېبرپښتونخوا د وزیر اعلی د اطلاعاتو مشاور وکیل علي سیف د شنبې په ورځ له افغانستان سره د خبرو اترو د پیل په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې که څه هم دا پرېکړه ناوخته وشوه خو په ځای اقدام دی.

سیف ویلي، چې د خېبرپښتونخوا حکومت په وار-وار له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خبرې اترې پیل کړي، ترڅو د ترهګرۍ د ختمولو او په سیمه کې د سولې راوستلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.

هغه ټینګار وکړ، چې خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیاته زیانمنه سیمه ده او له همدې امله په دې حساسه پروسه کې دا ایالت له پامه غورځول د جديت نشتوالی په ګوته کوي.

هغه زیاته کړه: "د خېبرپښتونخوا حکومت درې میاشتې وړاندې وفاقي حکومت ته د افغانستان سره د خبرو اترو د پیلولو لپاره مکتوب لېږلي وو، چې د قبایلي مشرانو په ملتیا د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړي."

سیف ټينګار وکړ، چې د ټولو ښکېلو اړخونو پرته د خبرو اترو بهیر ګټور نه دی.

هغه وويل: "که حکومت په رښتيا سره په سيمه کې دايمي سوله غواړي، نو بايد د خېبرپښتونخوا حکومت او نورې اغېزمنې خواوې په جدي توګه د مشورې په پروسه کې شاملې کړي، زه هيله لرم چې وفاقي حکومت به اوس لا جدي تګلاره غوره کړي او له ټولو اړوندو خواوو سره به د يوې هر اړخيزې تګلارې په جوړولو کار وکړي، ترڅو په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې تلپاتې سوله راشي."

د‌ پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته تللی چې طالب چارواکو سره د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو په جوړولو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو، په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو او همدا راز په پاکستان کې د روانو ناامنیو په اړه خبرې وکړي.