روسیه: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر طالبانو لګول شویو بندیزونو ته ژمن یو
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم طالبانو ته یې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د وتلو رسمي حیثیت ورکړی، خو لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره ځان ژمن بولي.
دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د «وري ۲۸مه» د یاد وزارت له لوري په یوې خبرپاڼه کې شوې دي.
خبر پاڼه کې راغلي: «د روسیې د فدرالي سترې محکمې پرېکړه چې طالبان له ترهګرو سازمانونو له نوملړه باسي، دا مانا نه لري چې موږ به نور د ملګرو ملتونو بندیزونه عملي نه کړو. موږ لا هم خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته ژمن یوو».
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په ۲۳مه د طالبانو پر ضد د بندیزونو څارنې ماموریت ۱۴ میاشتو ته تمدید کړ. ورپسې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا بندیزونه «ناکام، بې نتیجې او ظالمانه» وبلل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې دا بندیزونه لېرې کړي تر څو د دوی لپاره د نړۍوالو اړیکو لاره هواره شي.
په همدې ورځ د روسیې سترې محکمې هم ومنله، چې طالبان دې نور د دغه هېواد له ترهګرو له نوملړه وباسي. قاضي اولګ نفدوف ویلي، چې دغه پرېکړه له هماغې شیبې نافذه ده.
روسیې دغه اقدام له کابل سره د پوره او رسمي همکارۍ لپاره یو ګام بللی دی.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «دا پرېکړه د روسیې او افغانستان د خلکو په ګټه ده. موږ غواړو چې له افغانستان سره په نشه یي توکو او ترهګرۍ ضد مبارزه، سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې ګټورې اړیکې ولرو».
روسیې همداراز د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو اقداماتو ته هرکلی ویلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، روسیه غواړي له کابل سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او په افغانستان کې پانګونه ډېره کړي، ځکه دا هېواد په یوه مهم سیمه ییز موقعیت کې پروت دی او کولای شي د انرژۍ او بنسټیزو پروژو په راتلونکې کې مهم رول ولوبوي.
د ناورین ګروپ د اسیایي برخې یوه لوړ پوړي شنونکي ابراهیم بهیس هم ویلي، چې د ترهګرو له نوملړه د طالبان په لرې کولو سره روسیه غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د سوداګرۍ تر څنګ ورسره په سیاسي برخه کې هم خپلې اړیکې لا نورې پراخې کړي.
د سویلي اسیا په برخه کې مشهور امریکایي څېړونکی مایکل کوګلمن د روسیې دغه اقدامات ځکه بنسټیز نه بولي، چې ګوندې ډېری هېوادونو طالبان د ترهګرو په نوملړ کې نه دي راوستي.
په ورته وخت کې هغه دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ګټوره بللې ده.
د یادونې ده، چې روسیې او ازبکستان د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په میاشت کې د افغان-ټرانس اورګاډي د پروژې د پلي کېدو اسناد لاسلیک کړي دي.