امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هیواد ته سفر کوي
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په ټیلیفون خبرې کړې دي. طالبان وايي، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر به په نږدې راتلونکي کې قطر ته سفر وکړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د وري ۲۸مه ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او «په نږدې راتلونکي کې» قطر ته د امیرخان متقي د سفر په اړه بحث شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد په ایکس پاڼه دغه خبر خپور کړی، خو د یاد سفر د هدف او کره نیټې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
قطر د طالبانو یو له هغو ملاتړو څخه دی. چې د افغانستان دمخکني حکومت له نسکورېدو مخکې یې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیست، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۱۸ میاشتو خبرو اترو لپاره یې لاره هواره کړه.