د طالبانو مهم غړی او د اسامه بن لادن ساتونکی تر نیول کېدو وروسته له پاکستان نه ایستل شوی

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډاکټر امین محمد الحق په نوم د طالبانو یو مهم غړی او د اسامه بن لادن پخوانی ساتونکی د محکمې تر پرېکړې وروسته افغانستان ته ستون کړل شوی دی.

یادې رسنۍ د خپلو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې ډاکتر امین د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د پنجاب ایالت د سرای عالمګیر په سیمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا نیول شوی و.

نوموړی تر نیول کېدو وروسته محکمې ته وړاندې شو، خو د کافي ثبوتونو د نشتوالي له امله محکمې د هغه د خوشې کېدو امر ورکړ.

راپور زیاتوي، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ډاکتر امین د تورخم له لارې افغانستان ته و ایستل شو او دا مهال د ننګرهار ولایت په یوه سیمه کې مېشت دی.

ډاکتر امین یو مسلکي طبي ډاکتر بلل کېږي، خو په تېرو کلونو کې د القاعده د مشر د شخصي ساتونکي په توګه پېژندل شوی و.

پاکستان تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون ځینې لوړ پوړي طالبان زنداني کړي‌ وو.

په دغه ډله کې د یادې ډلې یو بل مخکښ غړی (استاد یاسر) هم یادېږي، چې په پاکستان کې لادرکه شوی او تر ننه یې کورنۍ د ژوند او مرګ معلومات نه لري.