امریکا له سوریې څخه خپل سلګونه سرتیري باسي
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې امریکا د خپلو سلګونو سرتېرو د ایستلو لړۍ له شمال ختیځې سوریې څخه پیل کړې ده. یوه امریکايي چارواکي دغې رسنۍ ته ویلي، چې پوځي قوماندانانو سپارښتنه کړې، چې لږ تر لږه ۵۰۰ امریکایي سرتیري دې په سوریه کې پاتې شي.
ورځپاڼې د دوه لوړپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې امریکایي پوځ پریکړه کړې، څو له خپلو اته پوځي اډو څخه درې هغه یې وتړي او د خپلو سرتېرو شمېر له ۲۰۰۰ کسانو څخه شاوخوا ۱۴۰۰ ته راکم کړي.
یادو چارواکو ویلي، چې د امریکایي ځواکونو مشران به له ۶۰ ورځو وروسته د ځواکونو د لا کمیدو ارزونه وکړي.
راپور زیاتوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه شک درلود.
ټرمپ د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې، وروسته له هغه چې یو راپور خپور شو، چې ګنې دی غواړي سرتیري وباسي وویل: «موږ به پرېکړه وکړو چې زموږ سرتېري هلته پاتې شي او که نه.»
هغه خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: «زه نه پوهېږم دا خبره چا کړې، خو موږ به پرېکړه وکړو. موږ په سوریه کې هېڅ مداخله نه لرو. سوریه خپله په خپلو ستونزو کې ډوبه ده.»
د نیویارک ټایمز په حواله، دا کموالی چې د پنجشنبې له ورځې پیل شوی، د سوریې لپاره د امریکایي پوځیانو د مشرتابه د وړاندیز له مخې دی، ترڅو پوځي اډې وتړل شي او قوي شي. دغه پرېکړه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) او د مرکزي قوماندې (سنټکام) لهخوا تایید شوې ده.