ناریشکېن: لوېدیځې استخباراتي ادارې په افغانستان کې د طالبانو له مخالفانو سره مرسته کوي

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن وايي، لوېدیځې استخباراتي ادارې هڅه کوي چې د طالبانو له مخالفونو سره مرسته وکړي او افغانستان بې‌ثباته وساتي. نوموړي زیاته کړې چې لوېدیځ دا چلند د خپلو جیوپولیټیکي ګټو د پرمختګ لپاره کوي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې سرګي ناریشکېن د پنجشنبې او جمعې په ورځو (اپرېل ۱۷مه او ۱۸مه) باکو ته د «افغانستان، سیمه‌ییز اتصال، امنیت او پراختیا» په کنفرانس کې د ګډون لپاره سفر کړی دی.

ناریشکېن په ​​دغه غونډه کې څرګنده کړې چې لوېدیځو هېوادونو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او د طالبانو پر وړاندې یې بندیزونه لګولي دي. یاد روسي چارواکي همداراز ټینګار کړی چې دغه هېوادونه د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ لپاره لارې چارې لټوي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر د دې سفر په بهیر کې د اذربایجان د استخباراتو له یو شمېر چارواکو سره هم لیدلي او خبرې یې کړې دي. هغه وویل: «افغانستان یو مهم جیوپولیټیک موقعیت لري او زموږ د هېوادونو ګډې ګټې دا غواړي څو په دغه هېواد کې بیارغونه او سوکالي ډېره شي.»

ده په دغه کنفرانس کې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو ښه‌والي ته هم اشاره کړې ده. نوموړی روسی چارواکی وايي چې مسکو د طالبانو «دولت جوړونې» فعالیتونو ته په مثبت نظر ګوري او د دغې ډلې رژیم راتلونکي ته باور لري.

د سرګي ناریشکېن په اند، د دغه بهیر د تحقق پر وړاندې ترټولو لوی خنډ په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ د ساتلو لپاره د لوېدیځ هڅې دي. هغه همداراز په باکو کې د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان له چارواکو مننه کړې چې له ترهګرو ډلو څخه د راټوکېدونکو ګواښونو په پېژندنه کې یې ګډه همکاري کړې ده.

د یادونې ده روسیې سترې محکمې د روانې وري میاشتې په ۲۸مه د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، طالبان له ترهګرو ډلو له نوملړه و اېستل. د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف ویلي چې دا پرېکړه سمدلاسه اجرایي ده.

له دې پرېکړې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې نوموړی په رسمي توګه خبر کړ، چې طالبان نور د روسیې په ترهګرو ډلو لېست کې نه دي شامل.