له ستنېدونکو افغانانو سره د قزاقستان د مرستو جوپه بلخ ته رسېدلې ده
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د قزاقستان له لوري افغانستان ته له تازه ستنو شویو کډوالو سره د مرستو یوه جوپه بلخ ته رسیدلې ده. په دغو مرستو کې پر خوارکي توکو سربیره کمپلې او د اړتیا وړ توکي شامل دي.
خبر کې راغلي، د مرستو دغه جوپه د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوې، چې په کې اوړه، غوړي، وریجې، خیمې او کمپلې هم شاملې دي.
دغه مرستې داسې مهال کېږي، چې تازه پاکستان د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ پیل کړې ده.
د بشري حقونو یو شمېر بسنټونو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان له ناورینه په دغه ډک حالت کې به بېرته ستنیدونکي له سختو اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او د سرپناه وو له ستونزو سره مخ شي.
اندېښنه دا چې طالبان یوازې په شعاري توګه له دغو کډوالو سره د مرستو خبرې کوي، خو په کافي اندازه مالي امکانات نه لري، څو پرې ستنیدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر هم وړمه ورځ تورخم ته سفر کړی و او هلته یې د ستنو شویو افغانانو سره د مرستې روان بهیر ارزولی و.
طالبانو هم مهاله له بهرنیو مرستندویه ادارو څخه غوښتي، چې له ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره دې ورسره همکاري وکړي، څو یې اړتیاوې پوره کړي.
یو شمېر ستنېدونکو نیوکې کړي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دوی د لوږې او فقر تر څنګ د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ کیدونکي دي.
د کډوالو نړۍوالو بنسټونو هم له پاکستان نه غوښتي، چې د ایستل کیدو دا لړۍ دې ودروي او افغانان باید پرېښودل شي، څو په خپله خوښه په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي.