د غزې جګړې په اعتراض کې پر کې اېف سي د برید له امله پاکستان کې ۱۷۰ کسان ونیول شول
د پاکستان پولیسو وروستیو اونیو کې تر ۱۷۰ کسان د غزې جګړې په اعترض کې پر کې اېف سي د لسو بریدونو له امله نیولي دي. کې اېف سي د امریکا اړوند د ژر تیارو خوړو ځنځیري پلورنځی دی او بریدونه هم پرې له اسراییل د امریکا د ملاتړ له امله کېږي.
د پاکستان پولیسو د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په ګډون په سترو ښارونو کې پر کې اېف سي د یوولسو بریدونو خبره کړې چې پکې وسلولو معترضانو په کوتکو پر دغه پلورنځي برید کړی دی.
کې اېف سي او مرکزي برنډ یمي په دې تړاو رویټرز ته له ځواب ور کولو ډډه کړې ده.
لاهور کې د کې اېف سي پر دوو څانګو له برید او د پنځو بریدونو مخنیوي پسې په دغه ښار کې د ۲۷ څانګو امنیتي تدبیر زیات شوی دی.
پولیس وايي د لاهور ښار لمن کې د کې اېف سي یو کارمن هم وژل شوی، خو د دې پېښې پر مهال کومه مظاهره نه وه او دوی دا څېړي چې دغه کس شخصي دښمني درلوده که په سیاسي انګېزه یا بل لامل وژل شوی دی.
لاهور کې د پولیسو مشر فیصل کامران وايي پّ نیول شویو کې یوولس د تحریک لبیک پاکستان مذهبي ډلې غړي هم دي.
خو زیاتوي چې دې ډلې دا مظاهرې نه وې را باسلې.
د دې ډلې ویند ریحان محسین خان وايي، دوی له مسلمانانو غواړي چې اسراییلي تولیدات بایکاټ کړي، خو مظاهرې یې ته دي جوړې کړې.
په پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو کې پر غزه د اسراییل د برید او له تل ابیب د واشنګټن د ملاتړ له امله له غربي تولیداتو سره شلون شوی، چې له امله یې د دوی بازار هم زیانمن شوی دی.