د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سبا کابل ته ځي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته ځي چې له طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوي تر سفر مخکې په ناسته کې، د دوه اړخیزې همکارۍ پراخولو، امنیت او نورو مسایلو په اړه د سفر ټول اړخونه څیړلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسحاق ډار په مشرۍ د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی به په خپل یو ورځني سفر کې، د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امییرخان متقي او نورو چارواکو سره وویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یاد پلاوی به د لوړ پوړو طالب چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړېکو، امنیت، سوداګرۍ، دوه اړخیزو ګټو او نورو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وړمه ورځ د همغږۍ ګډي کمیټې په ناسته کې افغانستان ته د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي سفر په اړه خبر ورکړی و.