زېلېنسکي: چین روسیې ته د اوکراین د جګړې له‌پاره وسلې ورکوي

د اوکرایني سرتېرو له‌خوا د جګړې په لومړۍ کرښه کې د چینایي وګړو له نیولو وروسته د دغه هېواد ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ادعا کړې چې، چین روسیې ته د اوکراین د جګړې له‌پاره وسلې ورکوي.

زېلېنسکي ادعا کړې، چې چینایي وګړي په روسیه کې د اوکراین جګړې له‌پاره د وسلو په تولید بوخت دي.

زېلېنسکي په کیف کې یوې غونډې ته وویل چې نن یې د اوکراین د امنیتي خدماتو له خوا د وسلو او توپخانې په اړه عمومي استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې موږ به په راتلونکې اونۍ کې په تفصیل سره ووایو چې موږ باور لرو چې چینایي استازي د روسیې په خاوره کې د ځینو وسلو په تولید بوخت دي."

د زېلېنسکي دا څرګندونې په لومړي ځل د کییف له لوري دا تایید څرګندوي چې بیجینګ د وسلو په برابرولو سره د روسیې د جګړې ملاتړ کوي. ایران او شمالي کوریا د مسکو نور متحدین دي چې روسیې ته وسلې ورکوي.

تر دې وړاندې ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو، چې چین د اوکراین پر ضد د مسکو د جګړې له‌پاره روسیې ته وسلې لېږي، خو بیجینګ دا خبره رد کړې. د ۲۰۲۴ په دوبي کې، زېلېنسکي وویل چې چین تایید کړه چې دوی به روسیې ته وسلې نه ورکوي.

بیجینګ په رسمي توګه د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړې کې ځان بې طرفه بولي، خو په عین وخت کې یې له مسکو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او د لویدیځو بندیزونو پر وړاندې یې د روسیې ملاتړ کړی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې، دوه چینایي وګړي د اوکراین په دونیتسک اوبلاست کې د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځ په لیکو کې د جګړې پرمهال د اوکراین سرتېرو له‌خوا ونیول شول. وروسته، زېلېنسکي وویل چې لږترلږه "څو سوه" چینایي وګړي په اوکراین کې د روسیې له‌پاره جګړه کوي.