په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې حوثي وسله والو ته په لاس ورغلي

د ژورنالیزم پوسټ د راپور له مخې، افغانستان کې د امریکا له پوځ پاتې وسلې چې د طالبانو لاس ته لوېدلې وې په یمن کې د حوثي وسله والو په ګډون په ټوله سیمه کې په ترهګرو ډلو پلورل شوي دي.

د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې د بایډن د حکومت پر مهال له افغانستان د امریکایي ځواکونو په بېړه وتلو سره زیات شمېر وسلې طالبانو ته په لاس ورغلې.

د یوه پخواني افغان چارواکي په خبره شاوخوا یو میلیون وسلې او پوځي تجهیزات طالبانو ته پاتې دي او اوس داسې انګېرل کېږي چې له هغه راهیسې نیم میلیون وسلې ورکې، پلورل شوې او یا هم قاچاق شوې دي.

د ملګرو ملتونو د فېبرورۍ د یوه راپور له مخې، دغه وسلې تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د یمن حوثیانو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ټولې سپکې او درنې وسلې له دوی سره خوندي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن په ادارې له افغانستان څخه د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا به هغه پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې پرېښودل شوي دي.

ټرمپ د خپلې نوې ادارې د کابینې په لومړۍ غونډه کې وویل: "افغانستان په نړۍ کې د پوځي تجهیزاتو تر ټولو لوی پلورونکی دی، تاسو پوهېږئ ولې؟ هغوی هغه تجهیزات پلوري چې موږ پرېښي وو. زه غواړم دا وڅېړم. که موږ ورته پیسې ورکړو، دا سمه ده، خو موږ خپل پوځي تجهیزات بیرته غواړو."

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لاس ته ورغلي.