ایران نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته او دوی هم دوه ایراني بندیان تهران ته سپارلي

په نیمروز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې ایران تېره شپه ۱۹۹ افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې نیول شوي وو، طالبانو ته سپارلي دي. طالبانو هم دوه ایراني بندیان ایران ته سپارلي دي.

دغه افغان بندیان تېره شپه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته رستانه او طالبانو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د رییس محمد یوسف مستري وايي، چې ایران تردې وړاندې هم ۲۱۱ افغان بندیان دغې ډلې ته سپارلي دي او ۴۸۴ نور افغان بندیان به هم ور وسپارل شي.

طالبانو ویلي، چې دغه بندیان خپلو ولایتونو ته انتقالوي او هلته به د بند ټاکلې موده تیروي.

طالبانو ویلي، چې د ښه نیت له مخې یې په افغانستان کې دوه ایراني بندیان ایران ته سپارلي دي.

د طالبانو د ستري محکمې د ادارې مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو پلاوی تېرکال په مرغومي میاشت کې ایران ته د سفر وکړ او د ایراني چارواکو سره یې د ۱۵۰۰ افغان بندیانو د انتقال په اړه خبرې وکړې.

ایران تېره میاشت هم ۲۱۱ تنه افغان بندیان طالبانو ته سپارلي وو.