ذبیح ‌الله مجاهد: پوتین د طالبانو په اړه سمه تګلاره غوره کړې

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو په اړه سمه او له حقیتونو ډکه تګلاره غوره کړې ده. دغه څرګندونې وروسته د روسیې له هغې پرېکړه کیږي، چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له رسمي نوملړ څخه وایستل.

مجاهد دا خبرې د روسیې له دولتي خبري اژانس ټاس سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د فعالیتونو بندیز لغوه کول یو مهم پرمختګ دی.

نوموړي هیله وښوده، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ به په نږدې راتلونکې کې اقتصادي او ډېپلوماټیکې اړیکې پراخې شي.

هغه زیاته کړه: «روسیه او افغانستان به خامخا ښې اړیکې ولري، موږ هیله ‌مند یو، چې په اقتصادي او سیاسي برخو کې ګډ کار وشي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو یو پلاوی به روسیې ته سفر وکړي. مجاهد وویل چې تر اوسه پریکړه نه ده شوې، خو دا موضوع به ژر روښانه شي.

ولسمشر پوتین د سلواغې میاشتې په ترڅ کې یو فرمان لاسلیک کړی و، چې له مخې یې دا امکان برابر شو چې د یو شمېر سازمانونو فعالیتونه، چې مخکې ترهګر اعلان شوي وو، په موقته توګه وځنډول شي.

پوتین تېر کال ویلي و، چې طالبان اوس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د روسیې متحد ګڼل کیږي.

د روسیې سترې محکمې د (وري ۲۸مه) د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، طالبان له ترهګرو ډلو د نوملړ څخه و ایستل.

د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف وویل چې دا پرېکړه سمدلاسه اجرایي ده.

له دې پرېکړې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې نوموړی رسمي توګه خبر کړ، چې طالبان نور د روسیې په ترهګرو ډلو کې نه دي شامل.

متقي د خوشالۍ په څرګندولو سره دا یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې دا اقدام به د دواړو خواوو ترمنځ اړیکو ته نوې بڼه ورکړي.

خو سره له دې، روسیې تر اوسه پورې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پېژندلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سره له دې چې دا ډله یې د ترهګرو له نوملړ ایستلي، خو لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر طالبانو لګول شویو بندیزونو ته ژمنه ده.