د پاکستان حکومت هیلهمند دی چې په ماشومانو کې د ګوزڼ پېښې ختمېدو ته نږدې شوې دي
د پاکستان حکومت هیلهمندي ښودلې چې د پولیو یا په ماشومانو کې د فالج ناروغۍ په وړاندې یې هڅو مثبته پایله ورکړې او له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان له هغو دوو هېوادونو څخه یو دی، چې لا هم د پولیو وایرس په کې په دوامداره توګه موجود دی.
په ۲۰۲۴ کال په دغه هېواد کې د پولیو ټولټال ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې هم د پنجاب، پښتونخوا او سند له ایالتونو څخه شپږ نوې پېښې راپور شوې، خو وروستۍ پېښه د فبرورۍ په ۱۰مه نیټه ثبت شوې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پولیو د ختمولو د بهیر د ارزونې لپاره یو مهم غونډه رابللې وه، چې په کې ویل شوي د واکسین کمپاینونو د پراخې کچې تطبیق له امله د پولیو وایرس خپرېدو مخه نیول شوې ده.
شهباز شریف د دولتي ادارو، نړۍوالو سازمانونو او همکارو شریکانو له هڅو مننه وکړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د پولیو ضد کمپاینونو ملاتړ وکړي. نوموړي وویل: «دا باید باوري شي چې ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو نه کم دي، د اپرېل له ۲۱مې نیټې پیلېدونکي کمپاین کې واکسین شي.»
نوموړي همداراز د نورو وژونکو ناروغیو پر ضد د منظم واکسین برنامو پر پلي کېدو هم ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: «زموږ روغتیاپالان له سختو شرایطو سره سره، د دې مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او ټول ملت پرې ویاړي.»
په دې غونډه کې اعلان وشو، چې د اپرېل له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې به یوه پراخه کمپاین ترسره شي، چې ۴.۵ میلیونه ماشومان به په کې د پولیو له څاڅکو برخمن شي.
په دې کمپاین کې به ۴۱۵ زره واکسیناتوران برخه ولري او د دغه کمپاین ارزونه به له اپرېل ۲۸مې تر ۳۰مې پورې د یوه دریم اړخ له خوا ترسره شي. همداراز، د واکسین د دغه بهیر څارنه به په ډیجیټلي ډول تر سره کېږي.
په یاده غونډه کې په پولیو سربېره د پاکستان لومړي وزیر د خپل هېواد پر ځینو نورو مسلو هم بحثونه کړي دي.
لومړي وزیر شهباز شریف هغو نیوکو ته ځواب ورکړ، چې د حکومت لهخوا د سون توکو مالیې زیاتوالي او له هغې پیسو د بلوچستان لپاره د لویې لارې د جوړولو په تړاو شوې وې.
سره له دې چې د تېلو نړۍوال نرخونه راټیټ شوي، حکومت د پاکستان د تېلو بیې نه دي راکمې کړې، بلکې پر تېلو یې د پرمختیايي محصول (PDL) اندازه لس روپیو ته لوړه کړې.
د پاکستان لومړي وزیر وویل، چې دا عواید به د بلوچستان د پرمختیایي پروژو لپاره وکارول شي، په ځانګړي ډول د N-25 لویې لارې د بیا رغونې لپاره.
خو دا پرېکړه له نیوکو سره مخ شوه، چې په کې د پاکستان د ماليې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل هم شامل و.
هغه ویلي چې د بلوچستان لپاره هیڅ پروژه نه ده منظوره شوې او د PDL عواید یوازې د فدرالي حکومت په واک کې دي.
خو شهباز شریف، چې د جناح چوک د انډرپاس د پرانیستې پر مهال خبرې کولې، دا نیوکې رد کړې او ویې ویل: «د پاکستان ولس د دې پرېکړې پوره ملاتړ کړی دی او منتقدین یې لنډ فکره خلک بللي دي چې د بلوچستان د ولس پر حقایقو سترګې پټې کوي.»
هغه زیاته کړه: «د هېواد پرمختګ لپاره د ټولو ایالتونو متوازنه پرمختیا ضروري ده.»
د هغه په وینا، لویه لاره N-25 چې له کراچۍ تر چمنه رسېږي، تر اوسه د ۲۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی او اوس حکومت غواړي دا لاره د نړۍوال معیار مطابق یو عصري سړک کړي.