ملاله یوسفزۍ وايي ستنېدونکې افغان مېرمنې له ټولو حقونو بې برخې کېږي

د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له پاکستان د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو خواشینې ده او ستنېدونکې افغان مېرمنې له ټولو حقونو بې برخې کېږي. هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې نجونې او ښځې به ښوونځيو ته د تګ، کار کولو، بیان ازادۍ او له ټولو بشري حقونو بې برخې شي.

هغه زياتوي، چې «دغه کورنۍ به د طالبانو د ظالمانه واک او جنسيتي توپيري چلند لاندي ژوند وکړي.»

هغې ويلي، چې پاکستان مخکې هم له جګړې او تاوتريخوالې د تښتېدلو کورنيو هرکلی او مېلمه پالنه کړې ده او اوس هم باید جبرې ستنېدنه ژر تر ژر ودروي.

ملالې لیکلي، چې دا مهال افغانستان د نجونو او ښځو لپاره خوندي نه دی.

د هغې په خبره، چې جبري شړل به د دغو کورنيو رواني وضعت ته زیان ورسوي له هغوی به له لوی خطر سره مخ کړي.

ملالې یوسفزې له پاکستان حکومت غوښتي، چې زیانمنې کورنۍ خوندي او ښوونځيو ته د نجونو د تګ په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي.

نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر طالبانو فشار زيات کړې، چې له جنسيتي توپیر لاس واخلي او نړيواله ټولنه باید د بیا میشتیدنې لارې پراخې کړي او د بې ځایه شویو افغانانو لپاره ملاتړ زیات کړي.

تېره اونۍ هم د ملالې یوسفزۍ بنسټ د پاکستان له حکومت غوښتي وه، چې د افغانانو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو له ستنولو تېر شي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په خطر کې دي.