امریکا ځینو افغان پناه غوښتونکو ته: تر یوې اوونۍ په خپله خوښه ووځئ،‌ که نه په زور مو باسو

د امریکا متحده ایالتونو حکومت له یو شمېر هغو افغان پناه‌غوښتونکو څخه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته ورغلي، غوښتي، چې په یوه اوونۍ کې باید له امریکا ووځي. که نه نو د قانوني اقداماتو له مخې به و اېستل شي.

دغه خبرداری د امریکا د کورني امنیت وزارت له لوري د رسمي ایمیلونو له لارې افغانانو ته استول شوی دی.

د نیوزویک مجلې په راپور کې ویل شوي، چې دا اقدام د ټرمپ د سختدریځه کډوالۍ سیاست یوه برخه ده؛ هغه سیاست چې ټرمپ ژمنه کړې چې د امریکا په تاریخ کې به د کډوالو د ایستلو تر ټولو ستره څپه پیل کړي.

په ۲۰۲۱ اګسټ کې امریکایي ځواکونه په بېړني توګه له افغانستان نه ووتل او طالبانو واک ترلاسه کړ.

له همدې امله لسګونه زره افغانان د ځانګړې مهاجرت ویزې (SIV)، د پناه‌ غوښتنې پروګرامونو یا هم د موقت بشري مېشتیدنې (TPS) له لارې نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا ته ولاړل.

د راپور له مخې اوس د ټرمپ اداره هڅه کوي، چې د زرګونو افغان وګړو لپاره د لنډ مهالې مېشتیدنې (TPS) موده پای ته ورسوي، چې له دې کبله ښايي ځینې افغانان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه کړی شي.

په تازه مواردو کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت ان هغو کسانو ته هم چې د «بشري پارول» له لارې امریکا ته تللي، د «رضاکارانه وتلو» خبرتیاوې ورکړې دي.

په شمالي کارولینا ایالت کې د رالي ښار ځینو افغان اوسېدونکو ته ایمیلونه استول شوي چې په کې لیکل شوي: «ستاسې پارول به د دې اطلاعیې له نیټې څخه اوو ورځو کې پای ته ورسېږي. که سملاسي امریکا پرې نه ږدئ، قانوني اقدام به درسره وشي.»

یو افغان کډوال چې نه‌ غواړي نوم یې څرګند شي، د رالي ښار د Apostles کلیسا غړی هم دی، د WRAL ټلوېزیوني شبکې ته ویلي: «که افغانستان ته وګرځو، خوندي نه یو. دا زموږ د مرګ د حکم لاسلیک دی.»

دغه کډوال د I-94 ویزه لري او د پناه‌غوښتنې پروسه یې روانه ده.

د کډوالۍ یوې وکیلې نیکول میکروني هم تایید کړې، چې ورته ایمیل ورته راغلی، سره له دې چې نوموړې د پارول پروګرام برخه نه ده.

کریش اومارا ویګناراجا، چې د Global Refuge په نوم د پناه ‌غوښتونکو لپاره کار کوونکي موسسې مشره ده، نیویارک ټایمز ته ویلي: «که له افغان ښځو او نجونو څخه بشري ملاتړ ختم شي، دا به د هغوی د آزادۍ او فرصت پای وي. بېرته‌ سپارل یې د یوه داسې رژیم لور ته چې د ښځو سیسټماټيکه ځپنه کوي، د امریکا اخلاقي حیثیت ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.»

شاون وندایور، چې د افغان اېواک AfghanEvac اېتلاف مشر دی هم اېن پي ار ته ویلي: «د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسول نه یوازې بې ‌رحمانه، بلکې بزدلانه پرېکړه ده. دا هغه خلک دي، چې زموږ تر څنګ ودرېدل. موږ هغوی ته د امن ژمنه ورکړې وه. اوس تر پښو لاندې فرش ترې اخلو.»

په اوس وخت کې د افغانانو لپاره د TPS یا لنډ مهالې مېشتیدنې قانوني موده د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې ده، خو داسې نه برېښي چې ټرمپ اداره به دا موده وغځوي.

تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې څومره افغانانو له دې ایمیلونو وروسته امریکا پرېښې ده.