د کاناډا لومړی وزیر: چین جیوپولیټیک ګواښ او بهرنی لاس‌وهونکی دی

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په یوې خبرې غونډه کې ویلي، چې چین د کاناډا لپاره ترټولو لوی جیوپولیټیک ګواښ او بهرنی لاس‌وهونکی دی. نوموړي دا څرګندونې د کاناډا د ټول‌ټاکنو په درشل کې او د امنیتي ګواښونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، هغه د جمعې په ورځ (اپرېل ۱۸مه) د خپلې وینا پرمهال ټینګار کړی چې چین نه یوازې یو نړۍوال، بلکې د کاناډا او ارکټیک سیمې لپاره هم یو ځانګړی ګواښ دی او په وینا یې، کاناډا باید د چین له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي.

کارني همداراز زیاته کړې چې چین، د نړۍ د یو لوی اقتصادي او پوځي ځواک په توګه، د نړۍوال امنیت او ثبات لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي. کارني د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د چین همکارۍ ته په اشارې دا د بیجېنګ د پراخ جیوپولیټیک ګواښ بېلګه بللې او په وینا یې، چین د اسیا په ځانګړې توګه د ټایوان لپاره یو ګواښ دی او کاناډا باید له دې ګواښ سره مبارزه وکړي.

د کاناډا لومړي وزیر په خپلو څرګندونو کې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د چین د بهرنۍ لاسوهنې موضوع ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې چین هڅه کړې څو د سیاسي او اقتصادي نفوذ له لارې د کاناډا پر کورني سیاست اغېز ولري او له همدې امله باید له دې بهرنۍ لاس‌وهنې سره د مبارزې لپاره ځانګړي پلانونه غوره شي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني همداراز ټینګار کړی چې دغه هېواد باید د چینایي ګواښونو په ځواب کې له خپلو ملګرو او متحدینو سره په همکارۍ او د کورنیو سیاستونو په پیاوړتیا سره مناسب دفاعي او امنیتي تدابیر پلي کړي.

هغه له امریکا سره د کاناډا سوداګریزې سیالۍ ته په اشارې ویلي چې که څه هم کاناډا پر امریکایي توکو غچ‌اخیستونکي تعرفې لګولي دي، خو هېواد یې د امریکا د سوداګریزو اقداماتو په ځواب کې د ډالر په بدل کې د ډالر سیاست غوره کولو اراده نه‌لري.

د هغه په وینا،په داسې حال کې چې هېوادونه لا هم د نړۍوالې سوداګرۍ په توازن ساتلو کې هڅه کوي، د نړۍوال سوداګریز سېستم په جوړښت کې لوی بدلونونه رامنځته شوي چې هېواد یې باید دا هرڅه په پام کې ونیسي.