د خېبر پښتونخوا حکومت: د تورخم له لارې له ۴۲ زرو ډېر افغان کډوال جبري اېستل شوي
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو دویم پړاو په ترڅ کې یې تر دې دمه له تورخم لارې ۴۲ زره او ۴۸ افغانان جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.
د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د اپرېل په ۱۸ نېټه په یوه اعلامیه کې چې رسنیو سره شریکه شوې ویلي، چې تر اوسه یې په ټولیزه توګه ۱۹۸۲ افغان کډوال له پلازمینې اسلام اباد، ۱۶ زره او ۳۸۵ افغانان له پنجاب ایالت، دوه له ګلګست بلتستان، یو زر او ۱۹ یې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او ۴۴ نور یې د سند له ایالته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې له دغه ډلې ۱۶ زره ۳۲۰ افغان کډوال چې د تابعت کارتونه یې لرل په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.
د خېبر پښتونخوا حکومت په دغه اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر ۱۸ مې نېټې پورې ټول ۵ لکه ۱۲،۴۵۱ افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
یاده دې وي چې دغه ارقام په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د ارقامو سره فرق کوي، په افغانستان کې د کډوالو ادارو ارقام ښي چې له ۲۰۲۳ کال نه تر اوسه پاکستان لږ تر لږه اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي.