د ترهګرو له نوملړه د طالبانو ایستل؛ ملګري ملتونه وايي د طالبانو په اړه یې دریځ پخوانی دی
د روسیې د سترې محکمې لهخوا د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د لرې کولو له پرېکړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان وایي، چې د طالبانو په اړه د دغه سازمان دریځ نه دی بدل شوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: «دا د روسیې فدراسیون یو خپلواک تصمیم دی.»
هغه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لهخوا پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لا هم پر ځای دي.
د ۱۴۰۳ کال د لیندنۍ میاشتې په ۲۳مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت ۱۴ میاشتو ته وغزاوه.
له دې سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې که څه هم طالبان یې له ترهګرو سازمانونو له رسمي نوملړه لرې کړي، خو لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر دغه ډلې لګیدلو بندویزونو ته ژمن دي.
په یوې خبرپاڼه کې، چې د وري میاشتې په ۲۸مه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې ویب پاڼې له لارې خپور کړی، راغلي: «د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو نوم له ترهګرو سازمانونو څخه لرې کوي، خو دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو څخه د روسیې نړۍ والې ژمنې نه بدلوي.»
یاده پرېکړه د روسیې سترې محکمې د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ کړې ده او قاضي اولګ نوفدوف ویلي، چې دا پرېکړه سملاسي عملي بڼه لري.
بل لوري ته طالبانو د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له طالبانو سره سم سیاست غوره کړی.
هغه هیله ښودلې چې له روسیې سره به د طالبانو اقتصادي او ډېپلوماټیکې اړیکې لا پراخې شي.