هاډسن انسټیټیوټ: ټرمپ باید د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې ملاتړ وکړي
د امریکا هاډسن انسټیټیوټ پر ویبپاڼه تازه خپره شوې مقاله کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې سره خپلې اړیکې ټینګې او د دغې ډلې لاسنیوی دې وکړي.
مقاله کاږي، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د طالبانو د دریځونو پر ضد یوه مشروع جنګیدونکې ډله ده چې ټرمپ یې باید ملاتړ وکړي.
یاده جبهه چې اصلي مرکز د پنجشیر ولایت دی ادعا لري، چې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر ضد جګړې او چریکي عملیات کوي.
په مقاله کې راغلي، چې ملي مقاومت جبهې نه یوازې وسلهواله مبارزه کړې، بلکې په سیاسي او ډېپلوماټیکو ډګرونو کې یې هم هڅې کړي دي.
مقاله وړاندې وايي، تر ټولو مهمه سیاسي هڅه یې د وین بهیر دی، چې هر کال دوه ځله د اتریش په پلازمېنه وینا کې ترسره کېږي.
دغه بهیر د طالبانو مخالفو سیاسي او مدني څېرو ته دا زمینه برابروي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګډ پلانونه جوړ کړي.
هاډسن انسټیټیوټ ټینګار کوي، چې د ملي مقاومت له جبهې ملاتړ څخه ملاتړ د امریکا د سټراټېژیکو موخو لپاره ګټور تمامیدلی شي لکه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د چین، روسیې او ایران د نفوذ مهارول.
دغه انسټیټیوټ وړاندیز کړی، چې د امریکا راتلونکی حکومت دې په تاجکستان کې د ملي مقاومت له سیاسي دفتر سره اړیکې ټینګې کړي.
مقاله کې دا هم ویل شوي، چې امریکا دې خپل ډېپلوماټیک تمرکز له دوحې نه دوشنبې ته انتقال یا پیاوړی کړي، او امریکایي لوړپوړي چارواکي دې د وین په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي.
مقاله زیاتوي، چې واشنګټن باید طالبان هېڅکله په رسمیت ونه پېژني، بګرام هوايي اډه دې بیا فعاله کړي او د ګرمو جامو، درملو، او مخابراتي وسایلو ترڅنګ ان د پټو تسلیحاتي مرستو اختیار هم وساتي.
په پای کې د هاډسن انسټېټوټ مقاله کې ټینګار شوی، چې باید د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو یوه برخه د مقاومت جبهې سیاسي او رسنیزو فعالیتونو ته ځانګړې شي.
همداراز وړاندیز شوی، چې احمد مسعود دې واشنګټن ته راوبلل شي تر څو د امریکایانو او نړۍوالو سیاستوالو پر وړاندې د افغانستان د مقاومت دریځ بیان کړي.
هاډسن خبرداری ورکوي، چې افغانستان د تاریخي ناورینونو ځای دی او دې هېواد تل له نړۍوالو ځواکونو سره ډغرې وهلي دي.