ټربیون: پاکستان او طالبانو د تړلو دروازو تر شا د «ټي ټي پي» په مهارلو خبرې کړې دي
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې کابل ته د پاکستاني پلاوي په سفر کې له طالبانو سره د «ټي ټي پي» اړوند مثبتې خبرې شوې او په خبره یې چې د یادې وسله والې ډلې په تړاو د کابل په پخواني دریځ کې بدلون راغلی دی.
د راپور له مخې په کابل کې طالبانو پاکستاني پلاوي ته په یوې ناسته کې ویلي، چې د «ټي ټي پي» اړوند د اسلام اباد ځینو اندېښنو په تړاو یې «عملي اقدامات» کړي دي.
یاده ناسته چې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) له لوري تر پنځلس میاشتني ځنډ وروسته شوې ده.
ویل کېږي به دې ناسته کې د دواړو خواوو لوړ پوړي پوځي او امنیتي چارواکي هم شامل وو.
د پاکستان د پلاوي مشري ځانګړي استازي محمد صادق خان کوله او د طالبانو مشري بیا د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر پر غاړه لرله.
سرچینې اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې پاکستاني پلاوي د طالبانو له لوري په پټه ناسته کې داسې مالومات تر لاسه کړي، چې ښيي طالبانو د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د «ټي ټي پي» پر ضد ځینې اقدامات کړي دي.
که څه هم د دغو اقداماتو بشپړ جزییات نه دي افشا شوي، خو د پاکستاني پلاوي غړو ویلي چې دوی دا ځل د طالبانو له خوا جديت احساس کړی دی.
یو پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نهدی څرګند شوی ویلي: «ټول غړي پوه شول چې د طالبانو دریځ اوس د ټي ټي پي پر وړاندې بدلون کړی دی».
له اوږدې مودې راهیسې، له افغانستان څخه د «ټي ټي پي» بریدونه او د دغه ډلې امنیتي ګواښونه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو مهم خنډ و.
مخکې دا شکایت موجود و، چې یا خو طالبان د پاکستان اندېښنو ته پام نه کوي، یا هم د دوی اقدامات کافي نه دي.
خو دا ځل، پاکستاني پلاوي د طالبانو دریځ او اقدامات مثبت بللي دي. یو چارواکي ویلي: «اوس به معلومه شي چې دا اقدامات په راتلونکو ورځو کې څه پایله ورکوي، خو تر اوسه طالبانو خپل جدیت ښودلی دی».
د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، له کابل څخه تر ستنیدو وروسته په خپله اېکس پاڼه پاڼه لیکلي: «د ۱۵ میاشتو تر وقفې وروسته، د JCCاوومه ناسته په کابل کې ترسره شوه، چې دا د حساسو او سټراټېژیکو مسایلو د بحث لپاره یو ښه فرصت و».
هغه زیاتوي: «د داسې مېکانېزمونو له لارې دوامداره او منظم تعامل د شخړو د کمولو، د بناسم پوهاوي د ختمولو او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره اړین دی».
سرچینې وایي، دواړو لوریو ژمنه کړې، چې له سختو او توندو څرګندونو څخه به ډډه کوي او اختلافات به د ډېپلوماټیکو لارو څخه هواروي.
په دې اړه چې طالبانو ولې اوس د «ټي ټي پي» پر وړاندې په خپل سیاست کې بدلون راوستی سرچینې وایی، دا بدلون د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت، د نړۍ والو مرستو بندېدو او د پاکستان لخوا د سیاسي او امنیتي فشارونو له امله رامنځته شوی دی.
په همدې ورځ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ یو ۱۶ کسیز پلاوی اسلاماباد ته لاړ. دا درې ورځنی سفر د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د ټرانزیټي تړون د تمدید لپاره ترسره شوی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په وینا، د دې پلاوي په غړو کې د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال هم شامل دی.
له دغو کسانو نهه تنه د تورخم له لارې او اوه تنه د الوتنې له لارې اسلاماباد ته رسیدلي دي.
تمه ده چې د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په تړاو هم خبرې وکړي.