د پاکستان امنيتي ځواکونو په پښتونخوا کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴ وسله‌وال وژلي دي

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې څلور وسله‌وال وژلي او دوه نور ټپیان دي. ټي ټي پي لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپور له مخې، له وژل شویو او ټپي شویو وسله‌والو څخه د پرمختللو وسلو او چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې دغه وسله‌وال د هدفي وژنو، باج اخیستنې او انسان تښتونې په ګډون د «ترهګرۍ» په ګڼو پېښو کې ښکېل وو.
د دغې ورځپاڼې په خبر کې راغلي، چې د چهارشنبې په ورځ په یوې بلې جلا پېښه کې د لکي مروت ولسوالۍ په یوې لرې پرتې سیمه کې د ترهګرو سره په نښته کې یو پولیس ټپي شوی دی.
یوه سیمه‌ییز چارواکي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د وسله‌والو یوې ډلې د پولیسو پر یوې ډلې هغه مهال برید وکړ چې دوی په سیمه کې پر ګزمې بوخت وو.
هغه وویل، چې په دغه برید کې وسله‌والو سپکې او درنې وسلې هم وکارولې.
هغه زیاته کړه، چې د شاهد په نوم یو پولیس د ډزو په تبادله کې ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د هغه په وینا، د وسله‌والو کلیوالو په ملاتړ وتوانېدل چې په ځوابي برید کې د وسله‌والو دغه برید شنډ کړي.