واشنګټن پوسټ: طالبان خلک په لوبغالو کې اعداموي او افغانستان خوندي هېواد نه‌ دی

د امریکا لویې ورځپاڼې، واشنګټن پوسټ په خپلې سرمقاله کې د ټرمپ دولت له‌خوا د خوندي هېواد په توګه د افغانستان پر اعلانولو او د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې نېوکه کړې ده.

نوموړې ورځپاڼې ویلي، په داسې حال کې چې طالبان په عام محضر کې خلک په لوبغالو کې اعداموي، نجونې د زده‌کړې له حقه محرومې دي او د ټرمپ دولت له دغه هېواد سره مرستې بندې کړي، افغانستان د کډوالو ستنېدو لپاره خوندي نه دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي: «د هغوی (کډوالو) اېستل او د طالبانو د ربړولو دام ته د بې‌ګناه ښځو او نجونو لېږل به، هېڅ ښه پایله ونه‌لري.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت تېره اونۍ اعلان کړی و، چې په امریکا کې د افغان کډوالو د خوندي‌‌توب وضعیت پای ته رسوي ځکه چې افغانستان د کډوالو بېرته لېږلو ته مساعد دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بایډن دولت پرمهال دغه وزارت ویلي و چې په افغانستان کې «د وسله‌والو نښتو، خوړو ته د لاس‌رسي نشتوالي، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو، ویجاړه شویو زیربناوو، بې‌کوره کېدو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله ګواښونه رامنځته شوي او کډوال باید دغه هېواد ته ونه لېږل شي.

واشنګټن پوسټ د ټرمپ د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم دا ادعا چې ګواکې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی، «دروغ او ناسمه» بللې ده. یادې ورځپاڼې لیکلي چې دا ادعا «د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ پرځپونکو واقیعتونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، سترګې پټول دي.»

واشنګتن پوسټ د خپلې سرمقالې په دوام افغانستان کې اقتصادي او د خوړو وضعیت ناوړه بللی دی. نوموړې ورځپاڼې د «لوږې پر وړاندې د غبرګون» سازمان راپور ته اشاره کړې چې په‌کې د نړۍوالو، په ځانګړې توګه د امریکا مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې د خوړو کمښت پراخ شوی دی.

په دغه اونۍ کې دا بنسټ اړ شو، چې په کابل کې د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې څانګه وتړي. د اسوشيټېډ پرېس په وینا، «هغه ماشومان چې دغه مرکز ته تلل، اکثرو یې ان د تګ یا حرکت‌وس نه لرلو. په راپور کې راغلي: «ځینې وختونه هغوی دومره بې‌حاله وو چې ان خواړه یې هم نه شوای خوړولای.»

د ټرمپ دولت طالبان لا هم یوه ترهګره ډله بولي، خو په متحده‌ایالاتو کې د افغان کډوالو دخوندي‌توب لپاره له اخلاقي او بشري ملاحظاتو سره جوړ نه دی. دغه دولت د افغان کډوالو د امنیتي مخینې په هکله اندېښمن دی او د بایډن پر ادارې تور لګوي چې د امنیتي ارزونې بهیر یې په سمه توګه نه دی ترسره کړی.