ادم بوهلر: د ټولو بندیانو د خوشېکېدو په صورت کې د غزې جګړه درېدلی شي
د بندیانو په چارو کې د امریکا متحدهایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی ادم بوهلر وايي، چې که حماس ټول پاتې بندیان خوشې کړي، پر غزه به د اسراییل پوځي بریدونه سملاسي پای ته ورسېږي.
د ټرمپ یاد لوړپوړي استازي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۶مه) له الجزیرې نړۍوالې خبري شبکې سره په یوې نوې مرکه کې مطرح کړې دي.
هغه وويل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې که برمتهشوي خوشې شي، نو جګړه به سملاسي پای ته ورسېږي.په کومه ورځ چې بندیان خوشې شي، په هماغه ورځ به جګړه پای ته ورسېږي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې دا مهال پرېکړه د حماس په لاس کې ده او هغوی کولای شي د بندیانو د خوشېکېدو په صورت کې ذ غزې روان وضعیت پای ته ورسوي. ده زیاته کړې: «حماس هره شېبه دا جګړه درولی شي. توپ د هغوی په ډګر کې دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د لنډمهالي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، اسراییل یو وار بیا پر غزې بريدونه پیل کړي او تر دې دمه یې له یو زرو ۶۵۰ څخه ډېر کسان وژلي، چې په دې سره پر دغې سیمې د اسرايیلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې فلسطیني قربانیانو شمېر له ۵۱ زرو څخه اوښتی دی.
که څه هم بوهلر د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې سیاسي راتلونکي ته اشاره کړې، خو د جزيیاتو له ورکولو څخه یې ډډه کړې ده. هغه یوازې دومره وویل: «لومړی ګام د ټولو بندیانو خوشې کول دي. دویم ګام د راتلونکې ورځې په تړاو بحث کول.» نوموړي همداراز په غېرمستقیم ډول د ټرمپ هغه وړاندیز ته چې فلسطینیان ګاونډیو هېوادونو ته لېږدوي، اشاره کړې ده.
بلخوا حماس وايي، چې د بندیانو له تبادلې سره هوکړه، د اوربند له هوکړې او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو په صورت کې شونې ده، هغه هوکړه چې اسراییل یې نهمني.
د یادونې ده، چې د تېر شپږ اوونیز اوربند په بهیر کې حماس غزې ته د بشرپاله مرستو د ډېروالي او د اسراییل لهخوا د یو شمېر فلسطینيانو د خوشېکېدو په بدل کې۳۳اسرايیلي برمته شوي کسان خوشې کړي، خو د اوربند له پای ته رسېدو سره سم یو وار بیا پر غزې بریدونو زور اخیستی او د سولې خبرې تر دې دمه ناکامې شوې دي.