په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوې وسلې د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي

یورو ایشیا په یوه تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، د افغانستان د مخکني جمهوري نظام تر پرځیدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

د یورو ایشیا په دې مقاله کې راغلي، له بهرنیو ځواکونو د ۷.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پاتې شویو وسلو یوه برخه اوس د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلې، چې له کبله یې د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې ثبات په جدي توګه له ګواښ سره مخ شوی دی.

مقاله کاږي، دغه وسلې یواځې د افغانستان دننه نه‌ کارېږي، بلکې په پراخ ډول له ډیورنډ کرښې اوړي او پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي.

د جنیوا د سپکو وسلو د سروې اداره هم د پاکستان دغه ادعاوې تاییدوي، چې ګوندې دا اوسلې اوس د پاکستاني طالبانو په ګډون د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې یا د بلوچستان د ازادۍ پوځ غړو تر ګوتو هم رسیدلې دي.

یاده رسنۍ په خپله مقاله کې زیاتوي، دغه وسلې چې بریدګرې تفنګچې، شپني دوربین لرونکي ټوپکونه، پرمختللي چاودېدونکي مواد او ان د زغروالو موټرو ضد وسلې په کې شامل دي. چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو د عملیاتو پر مهال موندل شوې دي.

دغه مسله د پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې د ترهګرو بریدونو زور نور هم زیات کړی دی.

بلخوا د سپکو وسلو سویېسي ادارې د سروې له مخې، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې ۳۰۰ زره سپکې وسلې افغانستان ته استول شوې وې.

خو د جمهوري نظام له سقوط او طالبانو له واک ته رسېدو سره دا وسلې هغو کسانو لاس ته ورغلې، چې یو مهال د ناټو ځواکونو تر پوځي هدفونو لاندې وو.

همدا راز زیاته شوې، اوس د دغو پاتې شویو وسلو ډېری یې په تورو بازارونو کې په ناقانونه ډول پلورل کېږي او طالبان پرې هېڅ راز کنټرول نه لري.

مقاله کې ټینګار شوی، چې دغه روان وضعیت د ټولې سیمې لپاره د خطر یو زنګ دی.

مقاله کې وړاندې لیکل شوي، امریکا او نړۍواله ټولنه نه شي کولای د دې وضعیت له مسولیت څخه ځان خلاص کړي. د مقالې په ټکو ځکه چې دوی پرته له دې چې کومه روښانه تګلاره ولري، خپل پوځي تجهیزات یې په داسې هېواد کې پرېښي، چې لا له وړاندې د بې ثباتۍ له سختو څپو سره مخ و.

اسلام‌ اباد دا موضوع څو ځله د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) په غونډو کې یاده کړې، خو تر دې دمه کوم عملي ګام نه ‌دی اخیستل شوی. مقاله وړاندیز کوي، چې پاکستان باید یوه نوې ډېپلوماټیکه هڅه پیل کړي او له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو وغواړي، چې د دغو پرېښودل شویو وسلو د تعقیب، مهار او له منځه وړلو لپاره یو واضح میکانیزم جوړ کړي.

د یورو ایشیا د مقالې په پای کې خبرداری ورکړل شوی، چې که دغه وسلې همداسې بې ‌کنټروله پاتې شي، نه‌ یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه به له لا جدي خطر سره مخامخ شي، نړۍواله ټولنه باید خپل مسوولیت ومني او د یوې سترې امنیتي فاجعې د مخنیوي لپاره باید بېړني اقدامات وکړي.

دغه مقاله داسې مهال د په افغانستان کې د‌ پاتې شویو وسله والو د قاچاق یا تورونو بازارونو کې د پلور مسلې ته اشاره کوي چې تازه طالبانو دغه ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو ویلي، په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کاریدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.