امیرخان متقي د روسیې د سترې محکمې پرېکړه «پام وړ پرمختګ» وباله
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امیرخان متقي له قوله ویلي، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د دغې ډلې د ایستلو په پرېکړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر وړاندې یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.
په خبرپانه کې لیکل شوي، چې په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمییتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د روسیې د سترې محکمې هغه پرېکړه ابلاغ کړه، چې له مخې یې د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو نوم ایستل شوی.
د روسیې سفیر د یاد هېواد د سترې محکمې دغه پرېکړه د دواړو هېوادو ترمنځ په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړېکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امیرخان متقي د روسیې د دغه ګام ستاینه کړې او د روسیې د سترې محکمې پرېکړه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ بللی دی.
امیرخان متقي ویلي، چې د روسیې سترې محکمې په دې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه لاړ.
د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د لوی څارنوال د غوښتنې پر اساس د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز موقتي تعلیق اعلان کړ.
د انټرفاکس د رپوټ له مخې قاضي اولېګ نېفېدوف وویل، « د طالبانو تحریک پر فعالیتونو بندیز دې وځنډول شي، چې د روسیې د فدرالي قانون له مخې د ترهګرو سازمانونو په متحد فدرالي لیست کې شامل دي».
د دې پرېکړې له نافذېدو سره تمه ده چې طالبان به د روسیې له رسمي تور نوملړه وایستل شي.