د ایران په قشم ټاپو کې پولیسو ۳۰۰ افغانان نیولي
د ایران د قشم ښار د نوي امنیه قوماندان له معرفي کېدو سره هممهاله په دغه ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ تنه افغان کډوال نیول شوي دي.
د قشم د پولیسو د عامه اړیکو د رپوټ له مخې، دا عملیات د بهرنیو اتباعو د غیرقانوني داخلېدو او اقامت پر ضد ترسره شول، چې د پولیسو د پراخو هڅو، د خلکو د همکارۍ او د قضايي ارګانونو د ملاتړ په مرسته عملي شول.
یادې ادارې ویلي، چې دا کسان یا له قانوني اسنادو پرته ایران ته داخل شوي وو او یا ناقانونه اوسېدل، چې د قشم په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.
رپوټ وايي، چې یاد کسان به د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شي.
د قشم پولیسو له خلکو غوښتي، چې که د بهرنیو وګړو مشکوک فعالیت یا اقامت وویني، ژر تر ژره دې پولیسو او د عامه امنیت او استخباراتو مرکز ته رپوټ ورکړي.