طالبان: په کابل او روزګان کې ۱۷ کسان په دُرو ووهل شول

د طالبانو د صحرايي محکمې او خپلسري سزا په دوام، د دغې ډلې ستړې محکمې په دوو جلا بیانونو کې اعلان کړی چې په کابل او روزګان ولایتونو کې ۱۷ کسان په دُرو وهل شوي دي.

نوموړې محکمې د پنجشبې په ورځ (د وري ۲۸مه) زیاته کړې چې دغو کسانو ته د «نامشروع اړیکې، زنا، لواطت او لوټمارۍ» په تورونو عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د بیان پر بنسټ، په روزګان کې «پنځو کسانو ته د لوټمارۍ، څلورو ته د زنا، څلورو ته د لواطت او دوو نورو کسانو ته د نامشروع اړیکې» په تورونو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو په بیان کې راغلي چې دا کسان د نوموړې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته له یو څخه تر درېیو کلونو پر تنفیذي بند او ۳۹-۳۹ دُرو محکوم شوي وو.

همداراز، د دغې محکمې د یوه بل بیان له‌مخې، په پلازمېنه کابل کې یوه نارینه او یوې ښځې ته د «زنا» په تور سزا ورکړل شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې په کابل کې هر تورن پر یو کال او شپږ میاشتني بند او ۳۹-۳۹ دُرو محکوم شوي وو.

په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمې او خپلسري سزا نیوکې کړي او له دغې ډلې یې غوښتي چې دا کړنې پای ته ورسوي، خو بیا هم وخت ناوخته هېوادوالو ته د دغې ډلې له‌خوا د اسلامي شریعت د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.