چین وايي، د ټرمپ د «تعرفو لوبه» له پامه غورځوي
له هغه وروسته چې سپینې ماڼۍ وویل، چینایي صادرات تر ۲۴۵ سلنې پورې د تعرفو سره مخ دي؛ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «تعرفو لوبې» ته هیڅ پام ونه کړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د روانې اوونۍ په پیل کې د تعرفو وروستي نرخونه وړاندې کړل.
خو چین تر دې وړاندې له امریکا څخه د تعرفو د بشپړ لغوه کولو غوښتنه هم کړې وه.
له بل پلوه د چین د دولتي شورا د تعرفې کمېسیون د امریکا پر وارداتو خپلې غچ اخیستونکې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته پورته کړې دي.
چین دغه اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې کړی، چې د چینايي توکو پر وارداتو یې تعرفې لوړې کړې.
د پنجشنبې په ورځ د بیجینګ د مالیې وزارت د ټرمپ لهخوا د تعرفو زیاتېدل یوه «ټوکه» وبلله او د دغه وزارت چارواکو وویل، چې دغه ډول کړنې نور دوی ته له اقتصادي اړخه اړینې نه دي.
پر امریکایي توکو د چین تعرفې ۱۲۵ سلنه دي؛ خو ورسره بیجینګ د هالیوډ فلمونو د خپراوي محدودولو ترڅتګ ګڼ نور اقدامات هم ترسره کړي دي.
اقتصاد پوهانو بیا ویلي، که د ټرمپ تعرفې کمې نه شي؛ نو د لګښتونو د بې ساري زیاتوالي له امله به د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ ډېری برخه ودرېږي.
د سوداګرۍ نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل، تمه کېږي چې د نړۍوالې سوداګرۍ حجم به په اوسنيو شرایطو کې په ۲۰۲۵ کال کې ۰.۲ سلنه کم شي.
دغه سازمان وایي، د ټرمپ د «متقابلو تعرفو» د خپرېدو اغېز چې ګڼې یې د جولای تر میاشتې پورې ځنډول شوې، کولای شي د نړۍوالو توکو سوداګرۍ کې ان ۱.۵ سلنه کمښت او د صادراتو پر بنسټ لږو پرمختللو هېوادونو ته زیان ورسوي.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا دفتر هم په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍوالې ودې لپاره خپله وړاندوینه له ۲.۵ سلنې څخه ۲.۳ سلنې ته راټیټه کړه او په خپله ارزونه کې یې زیاته کړې، چې د ۲.۵ سلنې څخه ښکته وده تر ډېره نړۍوال رکود په نښه کوي.