سراج الحق: د پاکستان حکومت بد چلند به د پاکستانیانو او افغانانو دوستئ په دښمنیو واړوي

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر سراج الحق وایي، د پاکستان حکومت د ناوړه چلند له امله هغه کډوال چې د پاکستان له خلکو سره دوستانه اړیکې لري؛ هغه به په مخالفت او دښمنۍ واړوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په فارسي ژبه په خپل یو یادښت کې ویلي: «د پاکستان حکومت د نړۍوال غرور، کینې او احمقانه احساساتو له امله کډوال ځوروي، سپکوي، په جبري توګه یې شړي او ملکیتونه یې ضبطوي، چې له یوې خوا به د کوربه هېواد د خلکو ۴۵ کلنه ورورولي، همکاري او خواخوږي په اوبو لاهو شي او له بلې خوا به موږ په قصدي ډول د دغه کډوالو سره خپلې دوستانه اړیکې په مخالفت او دښمنۍ واړوو.»
هغه له پاکستان حکومت، پوځ او پولیسو غوښتنه کړې، چې د نامناسبو اقداماتو او دښمنانه پالیسیو پر وړاندې اقدام وکړي او په خپله خوښه د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو بیا غور وکړي او په دې برخه کې دې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه لیکلي، چې پاکستان په تېرو ۴۵ کلونو کې د افغانستان په ټولو چارو کې په ښکاره او مستقیمه توګه ښکېل پاتې شوی.
هغه وایي، چې د ۴۵ کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پیاوړې او نه شلېدونکې اړیکې جوړې شوې دي، چې له امله یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو دښمنان اندېښمن کړي دي.
هغه په خپل یادښت کې د افغانستان د تېرو ۴۵ کلنو جګړو او ناخوالو یادونه کړې او لیکلي یې دي، چې د جګړو له امله خلک کډوالۍ او په جلاوطنۍ کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان نه په دغه هېواد او په ځانګړې توګه په پنجاب ایالت کې د کډوالو ځورونې، نیونې او اېستلو ته زور ورکړی.

د اسلام اباد پولیس هره ورځ د کډوالو کورونو ته ورځي، هغوی ځوروي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نیسي.