فدرالي قاضي: د ټرمپ د ادارې چارواکي ښايي د محکمې د جنايي سپکاوي له تورونو سره مخ شي
د واشنګټن فدرالي قاضي وایي، چې د ټرمپ د ادارې چارواکي ښايي د محکمې د جنايي سپکاوي له تورونو سره مخ شي، ځکه چې هغوی د یوه فدرالي قاضي هغه حکم نقض کړی چې د ونزویلا د یوې مشکوکې ډلې د غړو د اخراج مخه یې نیولې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې یادو کسانو ته د اېستلو پر وړاندې د اعتراض فرصت نه و ورکړل شوی.
د واشنګټن فدرالي قاضي جېمز بوزبرګ په یوې لیکلي پرېکړه کې ویلي، چې "کافي دلیل" شته چې چارواکي د محکمې د جنايي سپکاوي مرتکب شوي وي.
هغه زیاته کړه، چې ادارې د مارچ ۱۵مې حکم په وړاندې "پوره بېپروایي" کړې، کوم چې د ۱۷۹۸م د دوښمنو بهرنیانو قانون (Alien Enemies Act) له مخې السلوادور ته د اخراج مخه نیولې وه.
یو شمېر د کډوالۍ وکیلان او د هغوی کورنۍ وایي، اېستل شوي کسان بې ګناه وګړي دي چې د بدمعاشه ډلو سره تړاو نه لري او هغوی ته هېڅ چانس نه و ورکړل شوی، چې د امریکا د حکومت دا ادعا رد کړي.
قاضي بوزبرګ وویل، د ټرمپ اداره لا هم کولی شي چې د محکمې د سپکاوي له تور څخه ځان خلاص کړي، که یې د هغه حکم عملي کول پیل کړي، معنا دا چې کډوالو ته دا حق ورکړي چې محکمه کې له ځان څخه دفاع وکړي، یا هغه چارواکي په ګوته کړي چې د محکمې حکم یې له پامه غورځولی، څو پرې قانون پلي شي.
هغه د اپرېل تر ۲۳مې دغې ادارې ته وخت ورکړی.
قاضي وویل، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د السلوادور ولسمشر د نایب وکیلې هغه پوست بیاځلي خپور کړی و، چې هغه پکې د قاضي بوزبرګ هغې پرېکړې ته اشاره کړې وه چې د اخراج مخه یې نیولې وه او ورسره لیکلي یې و: «اوه... ډېره ناوخته شوې.»
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشر سټیفن چونګ پر اېکس لیکلي، چې اداره به د دې پرېکړې پر ضد ژر استیناف غوښتنه وکړي.
د عدلیې وزارت یوه ویاند ویلي: «قاضي بوزبرګ هڅه کوي چې پر دې قضیه واک وساتي، خو دا یو ناعادلانه عمل دی او وزارت به یې د قانون له هرې ممکنې لارې مخه نیسي.»
د ټرمپ اداره له ۱۵۰ زیاتې حقوقي قضیې لري، چې د دوی د تګلارو پر ضد روانې دي.
ډېموکراتان او ځینې قانوني کارپوهان وایي، په ځینو مواردو کې چارواکي د محکمې ناغوښتل شویو حکمونو عملي کولو کې ځنډ کوي او دا ښيي، چې ښایي دوی د دولت له خپلواکو او مساوي څانګو سرغړونې ته چمتو وي.