محمد صادق: پاکستان او افغانستان څو اړخیز ډیپلوماټیک مېکانیزمونه بېرته فعالوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې له افغانستان سره لوړپوړې دوه‌اړخیزې ناستې له اوږدې وقفې وروسته بېرته پیل شوې، چې دا د سیمې لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

محمد صادق دا پرمختګ «خوښوونکی» وباله او ویې ویل چې پاکستان به له افغان چارواکو سره په مشوره، یو ځل بیا درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماټیک مېکانیزمونه فعاله کړي.

هغه پر خپل ټویټر ولیکل، « دا مېکانیزمونه د ګاونډیو هېوادونو جمع روسیې فارمټ، د پاکستان-چین، پاکستان-ازبکستان، او پاکستان-ایران فارمولې دي».

نوموړی وايي، دغه مېکانیزمونه تر ډېره د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکارۍ او بشري مرستو لپاره کارول شوي.

محمد صادق زیاته کړه چې نوموړي نن د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیاویونګ سره مجازي ناسته وکړه چې د پاکستان-چین-افغانستان درې‌اړخیز بهیر بېرته فعال کړي او پخوانۍ اجنډا تعقیب کړي.

هغه زیاتوي، « موږ د درې‌اړخیز بهیر د بیا پیلولو او د تېرو ناستو د اجنډا د تعقیب لارې وڅېړلې. دا وړاندیز به ډېر ژر له افغان حکومت سره شریک شي».

دغه ډیپلوماټیک خوځښتونه په داسې حال کې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني سفر کابل ته ځي.